دوحه کې افغان سفیر د اکسپو نندارتون افغان سوداګرو سره کتلي

دوحه کې افغان سفیر د اکسپو  نندارتون افغان سوداګرو سره کتلي سوداګرۍ او اقتصاد
افغان سفیر سره د سوداګرو کتنې انځور

د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغانستان سفارت لوی سفیر ډاکټر محمد نعیم له هغو افغان تجارانو سره کتلي، چې د اکسپو دوحه ۲۰۲۳ نندارتون کې یې پر ګډون سربېره افغاني توکي نندارې ته وړاندې کړي وو.

یاد سفارت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د یاد نندارتون د افغانستان خونه کې افغان تجاران له ۴میاشتو راهیسې خپل افغاني تجارتي مالونه لکه افغانۍ قالينې، وچه مېوه او لاسي صنايع نندارې ته وړاندې کوي.

یادو افغان سوداګرو دې کتنه کې ویلي، نندارې ته وړاندې شوي افغاني توکي تر ټولو زیات لیدونکي لري او پر زیاته کچه یې د خلکو پام ځانته را اړولی. په خبره یې که ورته نورې زمینې هم مساعدې شي نو دوی کولی شي، چې د ډېرو خلکو توجو افغانستان ته را جلب کړي.

دوی د اسلامي امارت حکومت له بشپړ ملاتړ او همکارۍ څخه د خوښۍ پر څرګندولو سره زیاته کړې، دا چې په افغانستان کې هر څومره زراعت او صنعت پياوړی کېږي په همغه کچه تجارت هم وده کوي نو له افغان حکومت غواړو، چې باید د هېواد دننه له افغان بزګرانو سره مرستې او همکارۍ وکړي.

سرچینه زیاتوي، دې کتنه کې افغان سفیر ډاکتر محمد نعیم د دوی له هڅو په مننې سره ویلي، چې دوحه کې افغان سفارت او لویه کچه اسلامي امارت د خپل توان مطابق له تاسو څخه ملاتړ کوي او مرستې ته مو تیار دی.

باید وویل شي، چې د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په هڅو سره هغه افغاني نيالګي او بوټي هم له کابل څخه دوحې ته رسېدلي، چې ټاکل شوې د یاد نندارتون د افغانستان خونې شاوخوا کېنول شي.

تړلي موضوعات