هلمند کي د ۳۰۰ جریبه دولتي ځمکې د غصب مخنیوی شوی

هلمند کي د ۳۰۰ جریبه دولتي ځمکې د غصب مخنیوی شوی افغانستان
په زرګونو جریبه دولتي او شخصي ځمکې له زورواکانو بیرته راګرځولې دي

له هلمند ولایت څخه دولتي سرچینې خبر ورکوي، چې د دې ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست په هڅو په څلورو ولسوالیو کې ۳۰۰ جریبه دولتي ځمکه له غصب راګرځول شوې. 

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور رياست د دغه ولايت د کرنې رياست په حواله ویلي، دغه ځمکې دولتي دي، چې په تړاو یې اته تنه نیول شوي او غوښتل یې پرې شخصي تائسیسات جوړ کړي. 

د ځمکو غصب چې په هېواد کې یوه له سترو ننګونو څخه ده او اسلامي امارت په راتګ سره د غصب د مخنیوي په موخه یو ځانګړی کمیسیون جوړ کړ، چې تر دې مهال یې په زرګونو جریبه دولتي او شخصي ځمکې له زورواکانو بیرته راګرځولې دي.

تړلي موضوعات