د سالنګونو په شمول یو شمېر ولایتونو کې د درنو واورو له کبله لارې لا هم د ترافیکو پرمخ تړلې دي
د ټولګتو چارو وزارت وایي، د تېزې واوري اورښت، طوفان او لید ساحې کموالي له کبله د ګڼ شمېر ولایتونو په ځانګړي ډول د سالنګونو لار لاهم د ترافیکو پرمخ تړلې ده.
د دې وزارت ویاند محمداشرف حق شناس ویلي، د سالنګونو د څارنې او پرسونل هڅه کوي چې د واورې اورښت په درېدو سره به دغه لار ژر تر ژره د ترافیکو پرمخ خلاصه کړي.
حق شناس همدراز ویلي، په بامیانو، غور، غزني، فراه او دایکندي ولایتونو کې هم د زیاتې واورې اورېدو له کبله د ګڼو ولسوالیو او یو شمېر سیمو لارې د تګ راتګ پر مخ بندي شوې دي.
نوموړ زیاته کړې، د وزارت ولایتي کارکونکي د هېواد په بیلابیلو برخو او زیان منونکو سیمو کې د واورې په پاکولو بوخت دي څو هېواد والو ته بشپړې ترانسپورتي اسانتیاوې رامنځ ته کړي.
یاد وزارت له هېوادوالو غوښتي، چې په زیان منونکو لارو دې له اړتیا پرته د تګ راتګ څخه ډډه وکړي.