د افغانستان او اذربایجان ترمنځ سوداګریزې اړیکي به لا پراخي شي

د افغانستان او اذربایجان ترمنځ سوداګریزې اړیکي به لا پراخي شي سوداګرۍ او اقتصاد
اسلامي امارت سره یې ډیپلوماتیکې اړیکې پیل کړې

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د اذربایجان له سفیر الهام محمدوف سره په کتنه کې د سیمي له هېوادونو سره د سوداګریزې راکړې ورکړې په زیاتوالي خبرې کړې دي. 

په دې کتنه کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر د افغانستان او اذربایجان ترمینځ د سوداګریزو اړیکو پر لا پراختیا د ټینګار ترڅنګ د دواړو هېوادونو پر امکاناتو خبرې کړې دي. 

په ورته مهال ښاغلي عزیزي په دې کتنه کې د اذربایجان خصوصي سکتور ته بلنه ورکړې، چې کابل کې په جوړېدونکو ملي او سیمه ییزو نندارتونو کې ګډون وکړي. 

د یادونې ده، چې اذربایجان څه موده وړاندې د لومړي ځل په افغانستان کې خپل سفارت پرانیست او له اسلامي امارت سره یې ډیپلوماتیکې اړیکې پیل کړې.

تړلي موضوعات