څلور ولایتونو کې د شل ولسوالیو لارې له مرکز سره تړل شوې دي

څلور ولایتونو کې د شل ولسوالیو لارې له مرکز سره تړل شوې دي افغانستان
د واوري ښویېدو او سیلابونو له راوتلو څخه خبر ورکړی دی

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې د واورې او باران له کبله په بامیانو، دایکندي، سرپل او غزني ولایتونو کې د شلو ولسوالیو لارې د ولایتونو له مرکزونو سره تړل شوې دي.

 د یاد وزارت ویاند مولوي محمد عبدالله جان سایق رسنیو ته په استول شوي کلیپ کې ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دایکندي ولایت کې د غر ښوویېدنې له کبله یو تن مړ شوی دی.

 ښاغلي سایق زیاته کړې، چې د سالنګ په ګډون د هېواد د ټولو لارو د خلاصون لپاره اړوندې ادارې لاس په کار شوې او احتمالي پېښو ته درسېدو لپاره ټولو ولایتي ریاستونو ته لازمې لارښوونې شوې تر څو لازم تدابیر ونیسي.

 پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویلي، تر دې مهاله یې د غیر خوراکي مرستو او بېړنیو سرپناه کلسټر په مرسته د پلان پر بنسټ له ۱۰۰زرو کورنیو سره بشرې مرستې کړي او په پام کې ده له ۱۳۰ زرو نورو کورنیو سره هم مرستې وشي.

 د یادونې ده، چې د هېواد د هېواد پېژندنې ادارې له وړاندې په هېواد کې د واوري ښویېدو او سیلابونو له راوتلو څخه خبر ورکړی دی.

تړلي موضوعات