سبا سه شنبه ۱۷ میلیونه ډالر د لیلام په ډول پلوري

سبا سه شنبه ۱۷ میلیونه ډالر د لیلام په ډول پلوري سوداګرۍ او اقتصاد
د بازار له اړتیا سره سم وخت پر وخت ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک سبا سه شنبه د کب په ۸ مه  د ازادې داوطلبۍ له لارې ۱۷ میلیونه ډالر لیلاموي.

یاد بانک په دې اړه په یوه خبرپاڼه کې په شرایطو برابرو سوداګریزو بانکو، د صرافۍ او د پولي خدمتونو له شرکتونو څخه غوښتنه کړې، چې په دې داوطلبي کې ګډون وکړي. 

د افغانستان بانک داسې مهال دغه اندازه پیسې لیلاموي، چې تازه دغې بانک ویلي، د تېر کال په پرتله په روان کال کې د امریکایي ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ۱۵.۴۲ سلنه لوړ شوی دی. 

د افغانستان بانک په کور دننه د افغانۍ ثبات ساتلو په موخه د بازار له اړتیا سره سم وخت پر وخت ډالر لیلاموي.

تړلي موضوعات