د شاوخوا ۷۰۰ خیالي ښوونځيو تشکیل یې لغوه کړی دی

د شاوخوا ۷۰۰ خیالي ښوونځيو تشکیل یې لغوه کړی دی افغانستان
په بشپړ ډول سره تصفیه شوي دي

د پوهنې وزارت مسؤولین وایي، په ټول هېواد کې یې د هغو شاوخوا ۷۰۰ خیالي ښوونځیو تشکیل لغوه کړی، چې په اسنادو کې موجود خو په سیمه کې به یې شتون نه درلوده. 

د یاد وزارت ویاند منصور احمد حمزه  حریت راډیو ته ویلي، پر ۷۰۰ ښوونځیو سربیره یې په زرګونو د ښوونکو هغه بستونه یې هم له پېژندنې وروسته لغوه کړي، چې حضور به یې نه درلوده خو معاش به یې اخیستل کیده. 

نوموړي زیاته کړه، چې دا مهال په ټول هېواد کې هیڅ خیالي ښوونځي، ښوونکي او زده کوونکي شتون نلري او په بشپړ ډول سره تصفیه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د پوهنې وزارت په تشکیل کې په سلګونو خیالي او په زرګونو داسې ښوونکو شتون درلود چې حاضر به نه خو امتیازات یې اخیستل کېدل، چې د اسلامي امارت په راتګ سره یاد خیالي تشکیلات له پېژندنې وروسته لغوه شوي دي.

تړلي موضوعات