د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ په ارزښت کې ۱۵.۴۲ سلنه لوړوالی راغلی
د افغانستان بانک وایي، توانیدلي چې د تېر یوه کال پر مهال د افغانۍ له ارزښت څخه په ښه ډول ساتنه وکړي او پرېنږدي چې په دې برخه کې شدید نقصانونه رامنځته شي.
د یاد بانک لومړي مرستیال نوراحمد اغا ویلي، روان کال د تېر کال په پرتله د امریکایي ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ۱۵.۴۲ سلنه لوړ شوی دی.
ښاغلي نوراحمد اغا ویلي، سږ کال یې په زیاته اندازه نوي بانګنوټونه هم چاپ کړي چې زیاته برخه یې هېواد ته راوړل شوي او د بازار اړتیا ته په کتو به د معقولو پولي سیاستونو په نظر کې نیولو سره توزیع او په مقابل کې یې له کاره لوېدلي بانکنوټونه راټول شي.
نوموړي زیاته کړې، په تېره یوه کال کې یې د هېواد په پنځو زونونو کې څه د پاسه ۴.۷ میلیارده د افغانیو له کاره لوېدلي نوټونه له چلښت بهر او سوځولي دي.
د یادونې ده، چې د یاد بانک له لوري د معقول پولي سیاست په لرلو او د بازار له تقاضا سره د افغانیو عرضه کول هغه څخه دي چې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې یې د افغانیو ارزښت د پخوا په پرتله نه یوازې دا چې په خپل ځای ساتلی بلکه لوړ شوی هم دی.