په کاپیسا کې د موبایلو یو غل ننګرهار ته پر لار نیول شوی

په کاپیسا کې د موبایلو یو غل ننګرهار ته پر لار نیول شوی افغانستان
د پولیسو له لوري نیول شوی دی

د کاپیسا ولایت امنیتي مسئولین وایي، یو کس چې د کاپیسا ولایت نجراب ولسوالۍ په شيرواني بازار کې یې څو ورځې وړاندې د شپې پر مهال له یو موبایل پلورنځي څخه غلا کړې وه د چټک غبرګون ځواکونو له لوري د سروبي ولسوالۍ نغلو بند سیمه کې نیول شوی دی. 

د کاپیسا امنیه قومندانۍ خبر ورکړی، چې نیول شوي کس د نجراب ولسوالۍ په بازار کې د شنبې په شپه د یو موبایل پلورنځي بام په لوڅولو سره ګڼ شمېر موبایلونه او نغدې پیسې له ځان سره وړې وې. 

د دغې قومندانۍ د خبرپاڼې له مخې غل د امنیتي کمرو له لارې پېژندل شوی او د دې پېښي په تړاو د شيرواني بازار څوکي دار هم د پولیسو له لوري نیول شوی دی.

تړلي موضوعات