د پروان په مرکز چاریکار کې په سلګونو امنیتي کمرې نصب شوي

د پروان په مرکز چاریکار کې په سلګونو امنیتي کمرې نصب شوي افغانستان
د لویو لارو په اوږدو کې نصب شوې دي

د پروان ولایت امنیه قومنداني خبر ورکوي، چې د دې ولایت په بیلابیلو برخو کې یې په سلګونو امنیتي کمرې لګولې دي. 

د خبرپاڼې له مخې دغه کمرې د پروان په بیلابیلو ساحو لکه چاریکارښار، د پروان ـ بغلان او پروان ــ بامیان د لویو لارو په اوږدو کې نصب شوې دي. 

د پروان امنيه قومانداني په دې تړاو زیاته کړې، چې د لا زيات امنيت د تامين او د جنايي جرمونو د مخنيوي په موخه يې تر ٣٠٠ زياتې امنيتي کمرې نصب کړې دي. 

دا په داسې حال کې ده، چې کورنیو چارو وزارت له دې وړاندې ویلي وو، په پلان کې لري د پنځو کلونو په موده کې په ټولو ولایتونه کې تر ۶۰ زرو زیاتې امینیتي کمرې نصب کړي.

تړلي موضوعات