د افغانستان تجارت ۷۰ سلنه له پاکستان څخه ایران ته انتقال شوی

د افغانستان تجارت ۷۰ سلنه له پاکستان څخه ایران ته انتقال شوی سوداګرۍ او اقتصاد
چابهار

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې لپاره د خیبر پښتونخوا همغږی کوونکي ضیاالحق سرحدي رسنیو ته ویلي، چې افغانستان د پاکستان له لوري د ټرانزېټ تجارت په برخه کې د یو لړ بندیزونو له کبله خپل ۷۰ سلنه تجارت د ایران هېواد چابهار او عباس بندر ته انتقال کړی دی، چې له دې سره په پاکستان کې نږدې ۲۰ زره کورنۍ بې روزګاره شوې دي.

ضیاالحق سرحدي زیاته کړې، د پاکستان حکومت د یادو اقداماتو له امله له افغانستان سره د دغه هېواد سوداګري ۷۰ سلنه کمه شوې ده، چې څه موده وړاندې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ حجم دوه اعشاریه پنځه ميلیادره ډالر وو، خو اوس دا تجارت یو میلیارد ډالرو ته راټیټ شوی دی.

بلخوا تېره ورځ د افغانستان اسلامي امارت تخنیکي پلاوي چې د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت، د صنعت او سوداګرۍ، ټرانسپورټ او هوایي چلند، بهرنیو چارو او مالیې وزارتونو استازو په کې ګډون درلود د چابهار بندر له لارې د تجارت ډېرېدو په موخه ایران ته سفر کړی دی.

د یادونې ده، چې دغه پلاوی به ایران ته د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وروستي سفر په ترڅ کې د شویو هوکړو د عملي تطبیق او د چابهار بندر له لارې د ټرانزېټ او صادراتو زیاتوالي په موخه د ایران اړوند برخو له مسؤلینو سره خبرې اترې وکړي.

تړلي موضوعات