د زابل د پوهنې ریاست ۲۲ ښوونځیو ته لمریزه برېښنا برابره کړې

د زابل د پوهنې ریاست ۲۲ ښوونځیو ته لمریزه برېښنا برابره کړې بیارغونه او پراختیا
زده کوونکو او ښوونکو ته زیاتې اسانتیاوي برابرې کړي

د زابل ولایت د پوهنې ریاست وایي، د زابل ولایت د مرکز کلات ښار په ګډون د یو شمېر ولسوالیو ۲۲ ښوونځي یې د ۴.۵ میلیونه افغانیو په لګښت په لمریزه برېښنا سمبال کړي دي. 

د یاد ریاست د معلوماتو له مخې د هر ښوونځي لپاره درې نیم کیلو واټه برېښنا فعاله شوې، چې په اداري او تدریسي برخو کې به زده کوونکو او ښوونکو ته زیاتې اسانتیاوي برابرې کړي. 

دا په داسې حال کې ده، چې د پوهنې وزارت په یو شمېر ولایتونو کې د ښوونځیو لپاره نوې ودانۍ جوړې کړې دي، چې د یو شمېر یې کارونه بشپړ او د ځینو نورو یې لاهم چارې دوام لري.

تړلي موضوعات