د کابل په استقلال روغتون کې د اینډو یورالوژي ماشینونه فعال شول

د کابل په استقلال روغتون کې د اینډو یورالوژي ماشینونه فعال شول روغتیا
ناروغانو ته معیاري روغتیایي خدمتونه وړاندې شي

عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې د کابل په استقلال ملي تخصصي روغتون کې د اینډو یورالوژي ماشینونه فعال او ګټې اخیستنې ته چمتو شول.

 د عامې روغتیا وزیر ډاکټر قلندر عباد په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د نویو روغتونونو او روغتیايي مرکزونو جوړېدو تر څنګ د روغتونو په پرمختللو عصري طبي تجهیزاتو سمبالولو هم ټينګار کړی دی.

ښاغلي عباد ویلي، هڅه کوي د هېواد ټول روغتونونه او روغتیایي مرکزونه په عصري طبي تجهیزاتو سمبال کړي، تر څو په کور دننه ناروغانو ته معیاري روغتیایي خدمتونه وړاندې شي.

تړلي موضوعات