تېرو دوو کلونو کې یي ۲۸ زره په نشه یي توکو روږدي راټول کړي

تېرو دوو کلونو کې یي ۲۸ زره په نشه یي توکو روږدي راټول کړي روغتیا
ډیرو یې درملنه شوې او بیرته خپلو کورونیو ته سپارل شوي دي

د کابل امنیه قومندانۍ وایي، د دې قومندانۍ د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت په تېرو دوو کلونو کې د کابل ښار له بېلابېلو برخو څخه ۲۸ زره په نشو روږدې راټول کړي. 

د یادې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ په خپله ایکس پاڼه په دې اړه ویلي، په راټول شویو روږدو کسانو کې، چې ښځې او ماشومان هم پکي شامل دي د ډیرو یې درملنه شوې او بیرته خپلو کورونیو ته سپارل شوي دي. 

د یادونې ده، چې واک ته د اسلامي امارت له بیا رسېدو وروسته په ټول هېواد کې په نشه یي توکو د روږدو د راټولو او درملنې کمپاین پیل کړې، چې تر دې مهاله یې د سلګونو زره روږدو درملنه کړې ده. 

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د تېر ادارې پرمهال شاوخوا ۳.۵ میلیونه ځوانان د بېلابېلو دلیلونو له کبله په نشو روږدي شوي وو، چې ډېرو یې د ناوړه او بد حالت له کبله خپل ژوند هم له لاسه ورکړی دی.

تړلي موضوعات