ایراني پولیسو ایران ته افغان کډوالو په اوښتونکي موټر ډزې کړې

ایراني پولیسو ایران ته افغان کډوالو په اوښتونکي موټر ډزې کړې سیمه
او ګڼ نور ځوانان د پولیسو له لوري نیول شوي هم دي

د ایران سرحدي پولیسو له افغانستان څخه ایران ته د افغان کډوالو په اوښتونکي موټر ډزې کړې او موټر اور اخیستی.

که څه هم تر اوسه په دې پېښه کې د اوښتې مرګ ژوبلې د کره شمېر په اړه څه نه دي ویل شوي، خو د لومړنیو معلوماتو له مخې چې په دې پېښه کې شپږ ځوانان ټپیان شوي دي.

په هغه ويډیو کې چې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي ښودل کېږي، چې موټر د اور په لمبو کې سوځي او ګڼ نور ځوانان د پولیسو له لوري نیول شوي هم دي.

دا پېښه داسې مهال رامنځته کېږي، چې وخت ناوخت له ایران څخه افغان کډوالو سره د ناسم چلند خبرونه خپرېږي، چې څو کاله وړاندې هم ایراني پولیسو د افغان کډوالو یو موټر ته اور ورته کړی و او پکې سپاره کسان یې سوځولي وو.

تړلي موضوعات