د تېرو جګړو پر مهال ۶۰۰ ویجاړ او زیامن شوي کورونه بیرته رغول شوي

د تېرو جګړو پر مهال ۶۰۰ ویجاړ او زیامن شوي کورونه بیرته رغول شوي بیارغونه او پراختیا
له تخریب وروسته بیارغول شوي دي

د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز ویلي، په دې ولایت کې د تېرو جګړو پر مهال ۶۰۰ هغه کورونه چې ویجاړ او یا هم زیانمن شوي وو له بیا رغونې وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. 

د رسنیو مرکز د معلوماتو له مخې دغه کورونه د دې ولایت په شېرزادو، پچيراګام، هسکې مینې او سپین غر ولسوالیو کې جوړ شوي، چې له ډلې یې ۱۵۰ بیا جوړ او ۴۵۰ نور یې له تخریب وروسته بیارغول شوي دي. 

یاد کورونه د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست تر څار لاندې د AHF مؤسسې د ۶۹۹ زره او ۲۷۰ امريکايي ډالرو په مالي لګښت او د ACHRO ادارې په تخنيکي همکارۍ جوړ شوي دي. 

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت په هرات، خوست او پکتیکا ولایتونو کې هم وروستیو زلزله ځپلو ته په زرګونو نوي کورونه جوړ کړي او دا پروسه لاهم دوام لري.

تړلي موضوعات