په خصوصي روغتونونو کې یې د بیو لایحه تائید کړه

په خصوصي روغتونونو کې یې د بیو لایحه تائید کړه روغتیا
د یادې لایحې او جدول له مخې له مراجعینو فیسونه واخلي

د عامې روغیتا وزارت له لوري په خصوصي روغتونونو کې د بیو او لایحې جدول وروستی او د منظورۍ او وروستي کېدو په موخه یې د اسلامي امارت مشرتابه مقام ته وړاندې کړی. 

د عامي روغتیا وزیر ډاکتر قلندر عباد په خصوصي روغتونونو کې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د بیو او لایحې نهایي کېدل اړین بللي دي. 

ښاغلي عباد ویلي، هڅه کوي چې د  دولتي سکټور ترڅنګ د خصوصي سکټور له لارې هم په ټولو روغتیایي برخو کې هېوادوالو ته په ټیټو بیو غوره روغتیایي خدمتونه وړاندې شي. 

د عامې روغتیا وزارت د یادې لایحې له مخې ټول خصوصي روغتونونه مکلف دي، چې د روغتیایي خدمتونو په مقابل کې د یادې لایحې او جدول له مخې له مراجعینو فیسونه واخلي.

تړلي موضوعات