د ۱۴۰۳ مالي کال لپاره د بودیجوي واحدونو ۶۶ پراختیایي پروژې تائید شوي

د ۱۴۰۳ مالي کال لپاره د بودیجوي واحدونو ۶۶ پراختیایي پروژې تائید شوي بیارغونه او پراختیا
ملي بودیجې په ښه تمویل کې غوره رول ولوبوي

مالیه وزارت خبر ورکوي، چې ددې وزارت د پالیسۍ معنیت اړوند د عامه پانګونې مدیریت ریاست له لوري د راتلونکي کال لپاره له بودیجوي واحدونو څخه ۲۱۶ پراختایي پروژې تر لاسه کړي دي. 

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې د مدیریت ریاست چې د اقتصادي لومړیتوبونو سره سم د پروژو مالي او اقتصادي تحلیل او ارزونه تر سره کوي، د راتلونکي ۱۴۰۳ کال لپاره له ۲۱۶ تر لاسه کړیو پروژو څخه ۶۶ د راتلونکي کال د ملي بودیجه په سند کې د شمولیت په موخه تائید شوي. 

مالیه وزارت دغه راز ویلي، چې د تائید شوې پروژې د ملي اقتصادي او پراختیايي لومړیتوبونو سره سم تائید شوي، چې د ملي عوایدو او کاري فرصتونو د زیاتوالي تر څنګ به د ملي اقتصاد او ملي بودیجې په ښه تمویل کې غوره رول ولوبوي.

تړلي موضوعات