د نوي کابل ښار په لومړي فاز کې د معیاري طبي کمپلېکس پر جوړولو هوکړه وشوه

د نوي کابل ښار په لومړي فاز کې د معیاري طبي کمپلېکس پر جوړولو هوکړه وشوه بیارغونه او پراختیا
د خلکو لاسری ورته اسان وي

د کور او ښار جوړولو وزارت وایي، د کابل د نوي ښار په پروژه کې د یو معیاري طبي کمپلکس جوړولو لپاره د ټاکل شوې کمېټې تر ارزونې او د کابینې تر پرېکړې وروسته هوکړه شوې، چې دغه طبي کمپلکس به د نوي کابل ښار پروژې په لومړي فاز کې جوړ شي. 

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې دغه طبي کمپلکس به د نوي کابل ښار په لومړي فاز کې په ۱۰۰جریبه ځمکه کې جوړ او ګټي اخیستنې ته وسپارل شي. 

ټاکل شوې یاد جوړېدونکی معیاري طبي کمپلکس به د ښار له ګڼې ګوڼې لرې داسې ځای کې جوړ شي چې د خلکو لاسری ورته اسان وي.

تړلي موضوعات