په پاکستان کې د ایتلافي حکومت په رامنځته کیدو هوکړه شوې
رویټرز اژانس خبر ورکوي، چې د پاکستان په وروستیو ټاکنو کې دوه پر نفوذه ګوندونه له ناکامۍ وروسته د ایتلافي حکومت جوړیدو په اړه توافق ته رسیدلي دي.
د دې خبري اژانس د خبر له مخې د بلاول بوټو په مشرۍ د پیپلز ګوند او د نواز شریف په مشرۍ د مسلم لیګ ګوند استازیو د تیرو لسو ورځو خبرو اترو په ترڅ کې په دې هوکړه کړې، چې په دغه هیواد کې یو ایتلافي حکومت جوړ کړي.
د دې هوکړې له مخې به د نواز شریف ورور شهباز شریف د پاکستان د صدراعظم او اصف علي زرداري د ولسمشر په توګه وټاکل شي.
دا موافقه په داسې مهال کیږي چې په پاکستان کې د فبرورۍ د اتمې په ټاکنو کې هیڅ سیاسي ګوند په پارلمان کې د اکثریت څوکیو په ګټلو ونه توانیده.