راتلونکی کال د ۱۲ ښوونځیو لپاره نوې ودانۍ جوړوي

راتلونکی کال د ۱۲ ښوونځیو لپاره نوې ودانۍ جوړوي بیارغونه او پراختیا
له ماشومانو څخه د ملاتړ صندوق په مالي مرسته جوړیږي

د لوګر ولایت د پوهنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې راتلونکی کال په دې ولایت کې ۱۲ ښوونځیو ته نوې ودانۍ جوړیږي. 

د لوګر ولایت مقام په دې اړه زیاته کړې، چې د دې ودانیو په جوړیدو سره به نږدې ۱۲ زره د ښوونځیو زده کوونکي له مناسب درسي چاپیریال څخه برخمن شي. 

د خبرپاڼې له مخې د ښوونځیو دغه ودانۍ د لوګر ولایت د پوهنې ریاست له لوري د یونیسف یا له ماشومانو څخه د ملاتړ صندوق په مالي مرسته جوړیږي. 

د يادونې وړ ده، چې د لوګر د پوهنې رياست د ١۴٠٣ کال لپاره د يو شمېر ديني مدرسو او ښوونځيو ودانیو د جوړیدو او بيارغونې چارې هم په پام کې نيولې دي.

تړلي موضوعات