په کابل کې د پاکو اوبو رسولو څلور شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

په کابل کې د پاکو اوبو رسولو څلور شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې بیارغونه او پراختیا
د ګڼ شمېر شبکو د جوړېدو خبر ورکړی دی

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د پلازمینې کابل ولایت په استالف، کلکان، ده سبز او فرزه ولسوالیو په روغتیایي کلینیکونو کې د پاکو اوبو رسولو څلور شبکې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي. 

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې په دغو شبکو سربیره چې څلور څاه ګانې او د پاکو اوبو ساتنې دوه کانګریټي ذخیرې هم شاملې دي څه باندې ۶ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی. 

د وزارت د معلوماتو له مخې د دې شبکو د چارو په بشپړېدو سره د یادو ولسوالیو ۸۳۰ تنو اوسېدونکو او د کلینیکونو د مراجعینو لپاره پاکو اوبو ته لاسرسی رامنځته شوی دی. 

دا په داسې حال کې ده، چې د کلیو او پراختیا وزارت تر دې وړاندې هم په یو شمېر ولایتونو کې د پاکو اوبو د ګڼ شمېر شبکو د جوړېدو خبر ورکړی دی.

تړلي موضوعات