په روسیې او اوکراین به هیڅ ډول وژونکې وسلې ونه پلوري

په روسیې او اوکراین به هیڅ ډول وژونکې وسلې ونه پلوري سیمه
جګړه کې ښکیلو خواوو وژونکې وسلې ونه پلوري

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یو چې په مونیخ امنیتي کنفرانس کې د ګډون په موخه آلمان ته تللی، له خپل اوکرایني سیال ديميترو کوليبا سره کتنه کې ویلي، غواړي له اوکراین سره اړیکې پرته له دې چې نړیوال وضعیت ته وګوري عادي کړي. 

د ټي ار ټي د خبر له مخې وانګ یو ټینګار کړی، چې هیواد به یې په هیڅ ډول په جګړه ییزو سیمو او جګړه کې ښکیلو خواوو وژونکې وسلې ونه پلوري. 

نوموړي په دې کنفرانس کې د وینا پر مهال زیاته کړې «چین داسې هیواد نه دی، چې د اوکراین کړکیچ یې رامنځته کړی وي او یا یې یو اړخ وي او دغه راز چین له دې جګړې څخه د ګټې اخیستنې هڅه هم نه ده کړې او بیا به یې هم ونه کوي». 

که څه هم چین په بار بار د اوکراین په جګړه کې په خپلې بیطرفۍ ټینګار کړی، خو ډیر وخت له روسیې سره د ستراتیژیکو همکاریو د ژورولو چلند او غندلو په اړه  د امریکا او لویدیځو هېوادونو د انتقادونو لاندې راځي. 

د یادونې وړ ده، چې تیره اونۍ د اروپايي اتحادیې کمېسیون په دریو چینایي شرکتونو د بندیزونو لګولو وړاندیز وکړ چې روسیې ته یې دوه ځله تولیدات صادر کړي، خو دغه وړاندیزونه یې د هنګري د مخالفت له امله  رد شوي دي.

تړلي موضوعات