په ټولو بندرونو کې اسرائیلو ته د وسلو لیږدوونکو کښتیو تګ راتګ ته اجازه نه ورکوي

په ټولو بندرونو کې اسرائیلو ته د وسلو لیږدوونکو کښتیو تګ راتګ ته اجازه نه ورکوي سیمه
له یو خپلواک او ازاد فلسطین سره ودرېږي

د هند د سمندري ټرانسپورټ د کارګرانو اتحادیې غړو پریکړه کړې، چې اسرائیلو ته له نورو هیوادونو څخه د غزې جګړې لپاره د انتقالیدونکو وسلو محمولو ته د هند په ټولو سمندري بندرونو کې بار یا ښکته کیدو ته اجازه نه ورکوي. 

د ټي ار ټي د خبر له مخې انډیا ټودې ویلي، چې د کارګرانو اتحادیې ۳۵۰۰ تنو کارګرانو استازیو اتحادیو د اسرائیلو اړوند د وسلو انتقالیدونکو کښتیو له بار ښکته کیدو او باریدو څخه ډډه کړې ده. 

د دې اتحادیې په بیان کې راغلي«مونږ د ډاک کارګران چې د اتحادیې برخه یوو، تل د جګړې او هغو جګړو مخالفت کوو، چې پکې بې ګناه ښځې او ماشومان وژل کیږي. په غزه کې د اسرائیلو په بریدونو کې په زرګونو ښځو او ماشومانو ته زیان رسیدلی، ښځې او ماشومان په دې جګړه کې ټوټه شوي، چې میندې او پلارونه په دې جګړه کې خپل وژل شوي ماشومان نشي پیژندلای». 

د هندي سمندري ټرانسپورت د کارګرانو اتحادیې په اعلامیه کې راغلي، چې په سمدستي ډول په غزه کې د اوربند غوښتنه کوي او د مسؤولو متحدینو په توګه له ټولو هغو کسانو سره خپله پیوستون اعلانوي، چې د سولې ملاتړ کوي. 

دوی په ټوله نړۍ کې له کارګانو او سولې غوښتونکو څخه هیله کړې، چې له یو خپلواک او ازاد فلسطین سره ودرېږي.

تړلي موضوعات