ټاپي پروژه پر افغانستان سربېره د خیلو هېوادونو ته هم ګټوره ده

ټاپي پروژه پر افغانستان سربېره د خیلو هېوادونو ته هم ګټوره ده سوداګرۍ او اقتصاد
سلامي امارت هم دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وزیر د ټاپي پروژې له اجرائیوي رئیس مراد امانوف، د ترکمنستان هېواد له سفیر خواجه عوضوف او مل پلاوي سره لیدنه کې ویلي، چې د ټاپي پروژه د افغانستان ترڅنګ د خیلو هېوادونو ته هم ګټوره ده.

دغه لیدنه چې د یاد وزارت وزیر شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په کاري دفتر کې ترسره شوې، پکې د ټاپي پروژې د روانو چارو پر چټکتیا ټینګار شوی دی.

لیدنه کې ښاغلي دلاور زیاته کړې، چې ټول افغانان د دې لویې اقتصادي پروژې ملاتړ کوي، ‏او اسلامي امارت هم دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

باید وویل شي، چې د ټاپي پروژه د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته لېږدوي، چې  په بشپړېدو سره به یې افغانستان د نورو ګټو تر څنګ په کلني ډول د ټرانزیټ له درکه ۴ سوه میلیون ډالر ترلاسه کوي.

تړلي موضوعات