د پنجشېر کانونو کې پانګونې ته د فرانسوي سوداګرو لېوالتیا زیاته شوې

د پنجشېر کانونو کې پانګونې ته د فرانسوي سوداګرو لېوالتیا زیاته شوې سوداګرۍ او اقتصاد
په دې هېواد کې د پانګونې لپاره یو ښه فرضت بللی دی

د پنجشېر ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست خبر ورکړی، فرانسوي سوداګر رافائل د پنجشېر له والي سره په کتنه کې د دې ولایت د کانونو د استخراج په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

د پنجشېر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ویلي، چې دغه فرانسوي سوداګر په دې کتنه کې د پنجشېر زمردو په داوطلبي کې د ګډون غوښتنه هم کړې.

د پنجشېر والي حافظ محمد اغا حکیم کتنه کې په دې برخه کې د سیمه ییزو مسؤلینو د همکارۍ ډاډ ورکړی او د پانګونې په برخه کې یې د نوموړي له لېوالتیا ملاتړ کړی.

 له دې سره رافائل په افغانستان او په ځانګړي ډول پنجشېر کې د امنیت ټینګښت په دې هېواد کې د پانګونې لپاره یو ښه فرضت بللی دی.

د یادونې ده، چې افغانستان اسلامي امارت راتګ سره چې هېواد ګوټ ګوټ کې امن رامنځته شوی، ورسره بهرني پانګوال افغانستان ته د پانګونې لپاره رامات شوي او ګڼ چمتو دي، چې پانګونې پروسه پیل کړي او ګڼو نورو پانګونې چارې پیل کړې دي.کړي.

تړلي موضوعات