اسلامي امارت: د افغانستان اوسنی نظام د تېر رژیم په څېر د چا تر اغېز لاندې نه راځي
د افغانستان اسلامي امارت د دوحې غونډې په اړه اعلامیه کې ملګرو ملتونو ته ور یاده کړې، چې د افغانستان اوسنی نظام د تېر شل کلن رژیم په څېر د چا تر اغېز لاندې نه راځي.
اسلامي امارت ویلي، که ملګري ملتونه موجوده حقایق درک کړي او د څو محدودو لوریو تر اغېز او فشار لاندې رانه شي او دا ټکی په پام کې ونیسي چې د افغانستان اوسنی نظام د تېر رژیم په څېر د چا تر اغېز لاندې نه راځي؛ نو د دې امکان شته چې د افغانستان اسلامي امارت سره په خبرو کې پرمختګ وشي.
دې اعلامیه کې چې د دوحې راتلونکې غونډه کې د اسلامي امارت د ګډون نه ګډون په اړه وه، ویل شوي، چې اسلامي امارت لپاره د دوحې غونډه کې بې نتیجې ګډون ګټور نه دی.
اعلامیه زیاتوي، چې د سیمې له هېوادونو سره د اسلامي امارت تېر دوه نیم کلن تعامل وښودله، که د تېرو شل کلنو ناکامو تجربو له تکرار څخه ډډه وشي، د یو اړخیزو تحمیلي پرېکړو، تورونو او فشارونو پر ځای یو واقعبینانه او عملګرایانه چلن خپل شي، نورو لوریو سره هم دوو اړخیزو اړیکو کې پرمختګ کېدلای شي.
د یادونې ده، چې افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو غونډه سبا ورځ دوحه کې دایرېږي، چې افغانستان اسلامي امارت هلته ګډون نه کوي او نه ګډون لامل د ملګرو ملتونو له لوري د ځینو مهمو او اړتیا وړ شرایطو نه منل ښودل شوي.