تمه شته چې د دوحې ناسته کې له ا.ا سره د تعامل زیاتې لارې پرانېستل شي

تمه شته چې د دوحې ناسته کې له ا.ا سره د تعامل زیاتې لارې پرانېستل شي سیاست
اوس له زیات شمېر نړېوالو هېوادونو او نړېوالو سازمانونو سره دوامدار تعامل لري

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر لوګر کې د طالب العلمانو یوې فراغت غونډې ته وینا کې ویلي، تمه شته، چې د دوحې راتلونکې ناسته کې له اسلامي امارت سره د تعامل زیاتې لارې پرانېستل شي.

د دستار بندي یاد مراسم، چې تېره ورځ د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې ترسره شول، په کې سیاسي مرستیال د دوحې ناستې ته خوشبیني ښودلې او زیاته کړې یې ده، چې دغه ناسته به د اسلامي امارت او نړۍ ترمنځ د دوه اړخیزه همکارۍ او تعامل لارې پرانېزي.

ښاغلي عبدالکبیر همداراز ویلي، چې نړۍ د اسلامي امارت تر واک لاندې افغانستان څخه اطمينان لري او ورڅخه هېڅ راز اندېښنې نه لري. په خبره یې، چې اسلامي امارت خلاف هغه تبلیغات نا سم دي، چې ګواکې افغانستان په سیاسي انزوا کې دی؛ بلکې افغانستان اوس له زیات شمېر نړېوالو هېوادونو او نړېوالو سازمانونو سره دوامدار تعامل لري. 

نوموړي دغه غونډه کې خبر ورکړی، چې نړېوالو او اسیایي بانکونو ډاډ ورکړی، چې افغانستان کې د ابادۍ او د ستونزو حل په موخه به خپل فعالیتونه پیل کړي او نیمه پاتې پروژې به بشپړې کړي.  

سیاسي مرستیال پر داسې حال کې یادې غونډې ته هیله مندي ښیي، چې ټاکل شوې دغه غونډه سبا د فبرورۍ په اتلسمه د قطر پلازمېنه دوحه کې پیل شي.

تړلي موضوعات