سږ کال په هېواد کې ۴۳زره مټریک ټنه سټروس مېوې راټولې شوې

سږ کال په هېواد کې ۴۳زره مټریک ټنه سټروس مېوې راټولې شوې سوداګرۍ او اقتصاد
تر ډېره په لغمان، کونړ او ننګرهار ولايتونو کې کرل کېږي

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، د دې وزارت د احصايې او معلوماتو ریاست د شمېرو له مخې، سږ کال په ټول هېواد کې د شاوخوا ۴۳ زره مټریک ټنه د سټروسو مېوې راټولې شوې دي.

یاد وزارت زیاتوي، دغه میوې له په ۲۱۲۳ هکتاره ځمکه کرل شوو بڼو څخه راټولې شوې دي.

د سټروس مېوې چې کینو، مالټې، نارنج او لېمو په کې شاملې دي، تر ډېره په لغمان، کونړ او ننګرهار ولايتونو کې کرل کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د تېر په پرتله د هېواد خیتځ زون کې د سټروسو میوو بڼونو ته د خلکو پاملرنه زیاته شوې او دامهال په زرګونو جریبه ځمکه باندې د سټروسو مېوو باغونه کرل شوي، چې تر ډېره یي د هېوادوالو اړتیا پوره کړې ده.

تړلي موضوعات