د تېر کال پرتله په هېواد کې دمالوچو حاصلات ۴۱ سلنه لوړ شوي

د تېر کال پرتله په هېواد کې دمالوچو حاصلات ۴۱ سلنه لوړ شوي سوداګرۍ او اقتصاد
ټولیز حاصلات یې ۱۲۲ زره او ۴۵۵ مټریک ټنو ته رسېدلي دي

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، د دې وزارت د احصائې او معلوماتو ریاست د شمېرو له مخې سږ کال په هېواد کې ۱۲۲زره ۴۵۵مټریک ټنه مالوچ تولید شوي، چې د تېر کال پرتله ۴۱ سلنه زیاتوالی ښيي.

د کرنې وزارت په دې اړه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، سږ کال په ټول هېواد کې ۹۳ زره ۶۳۰ هکتاره ځمکه پنبه کرل شوې وه، چې د معلوماتو له مخې ټولیز حاصلات یې ۱۲۲ زره او ۴۵۵ مټریک ټنو ته رسېدلي دي.

د دغې وزارت په خپرپاڼه کې ویل شوي، چې هلمند، بلخ، تخار، ننګرهار او کندهار هغه ولایتونه دې چې د هېواد په کچه د پنبې ډېره کرکېله پکې کېږي، چې له دې ډلې یې هلمند یو له هغو ولایتونو دې چې سږ کال پکې په ۴۹ زره او ۷۵ هکتاره ځمکه مالوچ کرل شوي و، او ۶۹ زره ۶۸۷ مټریک ټنه پنبه ترې راټوله شوې ده.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو په موخه کروندګرو ته مناسب بدیلونه معرفي کړي، چې په بېلابېلو سیمو کې مختلف بدیلونه لکه انجه، زعفران، پنبه او طبي بوټي بزګرانو ته ور پېژندل شوي دي، ددې ترڅنګ پر بزګرانو اصلاح شوي کرنیز تخمونه، کیمیاوي سرې او کرنیزې توکي هم وېشل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال د هېواد په ۵۴ زره ۸۶۹ هکتاره ځمکه د پنبې کرکېله شوې وه، چې له دغو کروندو څخه ۷۲ زره ۴۹۳ مټریک ټنه مالوچ ترلاسه شوي و، چې دا شمېره په کرل شوې ځمکه کې  ۴۱.۳۹ سلنه او د تولید په کچه کې ۴۰.۸ سلنه زیاتوالی ښيي.

تړلي موضوعات