د افغانستان-ازبکستان ګډو تخنيکي ټيمونو له حيرتان بندر څخه ليدنه کړې

د افغانستان-ازبکستان ګډو تخنيکي ټيمونو له حيرتان بندر څخه ليدنه کړې سوداګرۍ او اقتصاد
هېوادوالو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول کاري زمینه برابره شي

د اوسپنې پټلۍ اداره خبر ورکوي، چې د افغانستان او ازبکستان د ریل پټلۍ ګډو تخنیکي ټیمونو د سپنې پټلۍ د ادارې مرستیال په مشرۍ له حیرتان څخه تر مزارشریف پورې د اوسپنې پټلۍ له مسیر څخه لیدنه کړې. 

د اوسپنې پټلۍ ادارې ویلي، د ازبکستان تخنیکي ټیم د قرار داد له شرایطو او تخنیکي مشخصانو سره سم د یادې پروژې د ترمیماتي چارو د پيل خبر ورکړی، چې له قرار داد سره سم به په ټاکلې موده کې پشپړې شي. 

یادې ادارې زیاته کړې، چې د دغې مسیر په بشپړ فعالېدو سره به هېوادوالو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول کاري زمینه برابره شي. 

په ليدنه کې د ازبکستان د اوسپنې پټلۍ تخنيکي ټيم لخوا د حيرتان-مزارشريف اوسپنې پټلۍ کرښې تخنيکي آرزونه هم ترسره شوه، چې ددې مسير آړوند تمځايونه او ددې کرښې زيانمنې شوي برخې یې ارزول شوي. 

د حيرتان - مزارشريف د اوسپنې پټلۍ مسير ټولټال ۷۵ کيلومتره اوږدوالی لري، چې د مزارشريف تر هوايي ډګر پورې رسيږي او ددې مسير په بشپړ فعالېدو سره به تجارانو ته آړينې اسانتیاوې برابرې چې په مرسته به یې د انتقالاتو په کچه کې زياتوالی راشي.

تړلي موضوعات