تیره اونۍ نږدې ۹۱ زره ۶۰۰ میټریک ټنه انتقالات شوي
اوسپنې پټلۍ ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې تیره اونۍ د سلواغې له ۱۳ تر ۱۹ نیټې پورې د هیواد د یو شمیر بیلابیلو اوسپنې پټلیو له لارې ۹۱ زره ۵۹۳ میټریک ټنه انتقلات شوي.
دغې ادارې ویلي، چې په یاده موده کې ۷۱ زره ۵۰ ټنه د حیرتان بندر، ۱۱ زره ۴۶۳ ټنه د اقینې بندر او ۹۰۸۰ ټنه نفتي او غیر نفتي توکي د تورغنډۍ بندر له لارې انتقال شوي دي.
د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، چې په دې موده کې ۷۳۷ میټریک ټنه صادرات هم د اوسپنې پټلیو له لارې بهرنیو هیوادونو ته تر سره شوي.
اوسپنې پټلۍ ادارې ویلي، هڅه کوي د هیواد په ټولو بندرونو کې د اوسپنې پټلیو له لارې د سوداګریزو مالونو د انتقال لپاره سوداګرو ته لا زیاتې اسانتیاوې رامنځته کړي.