د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د مالیاتي او سوداګریزو مسایلو لومړی پړاو خبرې وشوې

د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د مالیاتي او سوداګریزو مسایلو لومړی پړاو خبرې وشوې سوداګرۍ او اقتصاد
د دواړو هېوادونو د لوړ پوړو مالیاتي مسئولینو ترمنځ وشي

د مالیې وزارت خبر ورکړی، د افغانستان او ترکمنستان د مالیاتي چارو مسئولینو ترمنځ د مضاعف (دوه ځله) مالیاتو د نه اخیستلو او نور موضوعاتو په اړه لومړی پړاو مخامخ خبرې وشوې.

دغو خبرو چې درې ورځې یې دوام وکړ په کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه ځله مالیاتو نه اخیستلو، د سوداګریزو اړیکو پراختیا، د پانګونې پر زیاتوالي، د مالیاتي تېښتې د مخنیوي او په یادو برخو کي د دوه اړخیزو اسانتیاوو پر رامنځته کېدو بحثونه وشول او پر لومړنۍ مسودې هوکړې ته ورسېدل.

د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې د دې خبرو بل پړاو به په نږدې راتلونکي کې د دواړو هېوادونو د لوړ پوړو مالیاتي مسئولینو ترمنځ وشي.

تړلي موضوعات