له دوو نړېوالو مؤسسو سره د همکارۍ هوکړې لاسلیک شوې

 له دوو نړېوالو مؤسسو سره د همکارۍ هوکړې لاسلیک شوې سوداګرۍ او اقتصاد
له دوو نړېوالو مؤسسو سره د همکارۍ هوکړې لاسلیک شوې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي له دوو نړېوالو مؤسسو سره چې غواړي د هېواد په ځینو ولایتونو کې د کورنیو داقتصادي پیاوړتیا په موخه پروژې پلې کړي د همکارۍ هوکړې کړې. 

د دې هوکړو له مخې د ژغورنې نړېوالې کمېټې او د افغانستان لپاره د فزیوتراپي او بیارغونې د انستیتوت نړئوالې مؤسسې غواړي په کابل، ننګرهار او بامیان ولایتونو کې د یو نیم میلیون ډالرو په ارزښت « د خصوصي سکټور لخوا د افغان کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا پروګرام» تر عنوان لاندې پروژې پیل کړي. 

په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پروژې به د افغان کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا په موخه د سوداګرۍ او صنعت وزارت په همکارۍ په کابل، ننګرهار او بامیان ولایتونو کې تر سره شي.

تړلي موضوعات