تېرو ۱۹ میاشتو کې نږدې ۲۸۵۰ د سوري زړه ناروغ ماشومان روغتونو ته ورپېژندل شوي

تېرو ۱۹ میاشتو کې نږدې ۲۸۵۰ د سوري زړه ناروغ ماشومان روغتونو ته ورپېژندل شوي روغتیا
یو شمېر ناروغان د درملنې لپاره بهرنیو هېوادونو ته واستول

د افغاني سرې میاشتې ټولنه وایي، په تېرو ۱۹ میاشتو کې یې ۲۸۴۷ تنه د سوري زړه پر ناروغۍ اخته ماشومان د درملنې او عملیات په موخه بېلابېلو روغتونونو ته ورپېژندل شوي دي. 

یادې ټولنې زیاته کړې، چې تازه یي نن یکشنبه ۱۶ تنه نور د سوري زړه پر ناروغۍ اخته ماشومان د کابل ښار یو شمېر روغتونونو ته د درملنې او عملیات په موخه ورپېژندلي دي. 

د دغې ټولنې د معلوماتو له مخې د دغو ناروغانو د درملنې ټول لګښت د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري ورکول کېږي. 

دا په داسې حال کې ده، چې افغاني سرې میاشتې ټولنې څه موده وړاندې د سوري زړه یو شمېر ناروغان د درملنې لپاره بهرنیو هېوادونو ته واستول. 

افغاني سره میاشت ټولنه په هېواد کې له بې وزلو سره د مرستو پر کولو سربېره د سوري زړه ناروغانو درملنه او ګڼ شمېر نور خیریه کارونه پرمخ وړي.

تړلي موضوعات