د لوی درستیز مرستیال د ډيورنډ فرضي کرښې له امنیتي پوستو لیدنه کړې
د ملي دفاع وزارت د ستر درستیز لومړي مرستیال حاجي مالي خان صدیق پکتیا او خوست ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې د پکتیا ولایت په ډنډ پټان سرحدي ولسوالۍ کې د ډیورنډ فرضي کرښې ته څیرمه د سرحدي ځواکونو له پوستو لیدنه کړې.
د خبرپاڼې له مخې ښاغلي صدیق همدا راز د خوست ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې هم د فرضي کرښې په امتداد د سرحدي ځواکونو پوستې له نږدي کتلي دي.
نوموړي په دې لیدنو کې هلته د مېشتو سرحدي ځواکونو ستونزې اوریدلي او ورته د حل ډاډ یې ورکړی دی.