لوګر کې د یوه چک ډېم جوړولو چارې پیل شوې دي

لوګر کې د یوه چک ډېم جوړولو چارې پیل شوې دي بیارغونه او پراختیا
د چک ډېم د چارو پیل مراسم

د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، چې لوګر ولایت خوښۍ ولسوالۍ اړوند د شیندار خېلو چک ډېم جوړولو چارې پیل شوې دي، چې نږدې څلور میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي.

یاد وزارت پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي، چې دغه چک ډېم به د ۵۳ متره په اوږدوالي او ۴.۵ متره په لوړوالي سره جوړ شي، چې د ۶ زره ۶۳ متره مربع اوبو ذخیره کولو وړتیا به ولري.
د یادې سرچینې په خبره، چې دا چک ډېم د ځمکې لاندې اوبو ذخیرو د پیاوړتیا په موخه د اوبو او انرژۍ وزارت په مالي لګښت جوړېږي، چې تمه ده په درې میاشتو کې یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت مشرتابه د حکم پر اساس په ټول هېواد کې د سلګونو چک ډېمونو جوړېدو چارې روانې دي، چې ژر به یې چارې بشپړې شي او لکونه جریبه ځمکه به خړوبه کړي.


تړلي موضوعات