افغانستان د اقلیمي بدلون له منفي اغېزو خوندي نه دی
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د روسيې د ولسمشر له سلاکار او د اقلیم په برخه کې د ولسمشر له ځانګړي استازي روسلان عادلګیرییف سره کتلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په دې کتنه مولوي امیرخان متقي د افغانستان او روسیې ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو کچې پر لوړېدو او پراختیا د ټینګار تر څنګ ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډپیلوماټیکو اړیکو د کچې په لوړولو سره به ګڼو برخو کې لا زیات پرمختګونه وشي.
ښاغلي متقي زیاته کړې، سره له دې چې افغانستان د ګلخانه یي ګازونو تولید کې ونډه نلري، خو بیا هم د اقلیم د بدلون له منفي اغېزو څخه خوندي نه دی.
نوموړي له روسیې څخه د چاپېریال ساتنې او ځنګلونو د خوندیتوب په برخه کې د افغانستان اړوند ادارو کې کارکوونکو د روزنې او د چاپېریال ساتنې په اړه په نړیوالو ناستو کې د افغانستان د پلاوي شتون په برخه کې له روسیې د ملاتړ غوښتنه کړې.
له بلې لخوا په دې کتنه کې روسلان عادلګیرییف ویلي، د افغانستان د وروستیو پرمختګونو ريښتونی انځور به د روسیې له ولسمشر سره شریک کړي.
نوموړي زیاته کړې، چې د افغانستان استازي باید د اقلیمي بدلون اړوند نړیوالو ناستو کې حضور ولري، روسیه به د COP 29 راتلونکې ناسته کې چې د اذربایجان په باکو کې ترسره کېږي د افغانستان د پلاوي د ګډون ملاتړ وکړي.
ښاغلي عادلګیرییف د افغانستان او روسیې ترمنځ د دوه اړخیزه سوداګریز کمېسیون د کار په پیل هم ټینګار کړی دی.