خوست کې یې زلزله ځپلو ته ۱۰۰ کورونه تسلیم کړي

خوست کې یې زلزله ځپلو ته ۱۰۰ کورونه تسلیم کړي بیارغونه او پراختیا
د تېر کال په زلزله کې یې کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي وو

افغاني سرې میاشتې ټولنې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دې ټولنې له لوري په خوست ولایت کې د تېر کال زلزله ځپلو ته ۱۰۰ بابه نوي جوړ شوي کورونه تسلیم شول. 

د خبرپاڼې له مخې دغه کورونه د خوست ولایت په سپېره ولسوالۍ کې د تېر کال زلزله ځپلو ته جوړ شوي، چې تېره ورځ د افغانۍ سرې میاشتې ټولنې د رئیس مولوي مطیع الله خالص له لوري په رسمي ډول د زیانمنو په واک کې ورکړل شوي. 

دې ادارې ویلي، چې دغه کورونه هغو کورنیو ته ورکړل شول، چې د تېر کال په زلزله کې یې کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي وو. 

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د اسلامي امارت له لوري د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې هم زلزله ځپلو ته سلګونه کورونه جوړ او د هغوی په واک کې ورکړي دي.

تړلي موضوعات