ننګرهار پوهنتون سبا د اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس کوربه دی

ننګرهار پوهنتون سبا د اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس کوربه دی افغانستان
۲۰ مقالې له بهرنیو هیوادونو څخه رالیږل شوي دي

ټاکل شوې سبا شنبه د سلواغې په ۲۱مه نېټه د لوړو زده کړو وزارت رهبري له لوري د ننګرهار پوهنتون کې د اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس تر عنوان لاندې د یو ستر علمي کنفرانس کوربه وي. 

دغه کنفرانس چې د سیمې هېوادونو په کچه تر اوسه نه دی جوړ شوی تمه ده پکې د داخلي استادانو په ګډون د ګڼ شمېر بهرنیو هېوادونو څېړونکي او استادان برخه واخلي او په افغانستان کې د اقلیمي بدلون د اغېزو په اړه خپلې مقالې له ګډونوالو سره شریکې کړي او د افغانستان د اقلمي بدلون اغېزو ته د حل لارې چارې ولټوي. 

د دې کنفرانس تر پیل وړاندې د ننګرهار پوهنتون د څیړنو او علمي مجلو مرستیال پوهنمل دوکتور کفایت الله کاکړ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پرمهال وویل، د دغه کنفرانس لپاره تر دې دمه ۲۵۰ څیړنیزې مقالې رالیږل شوي چې له ډلې یې ۲۰ مقالې له بهرنیو هیوادونو څخه رالیږل شوي دي.

تړلي موضوعات