د هېواد لويې لارې له مخابراتي خدمتونو سره وصلېږي
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وايي، د هېواد د ټولو لوىو لارو په اوږدو کې د مخابراتي ستونزو او مسافرو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه مخابراتي خدمتونه پراخیږي.
د مخابراتو وزارت ویاند ښاغلي عنايت الله الکوزي په خپله ايکس خواله رسنۍ ويلي، د دې لپاره چې هېوادوال پر ټولو لویو لارو کې له مکالماتي او انټرنټي خدمتونو څخه ګټه پورته کړي په پام کې لري چې ټولې لویې لارې د مخابراتي خدمتونو له طریقه سره وصل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې به مسافر په لویو لارو کې د سفر پرمهال له مخابراتي او انټرنیټي ستونزو سره مخ و.