د غور ولایت د سرب او جستو درېیم لاک کېدنې تړون لاسلیک شوی

د غور ولایت د سرب او جستو درېیم لاک کېدنې تړون لاسلیک شوی سوداګرۍ او اقتصاد
اد شرکت ۲۴۷ میلیونه ۴ لکه ۴۱ زره او ۶۲۲ ډالر پانګونه وکړي

د کانونو و پټرولیم وزارت خبر ورکوي، چې د غور ولایت شهرک ولسوالۍ د سرب او جستو کانونو د درېیم بلاک ۱۰۵ کیلومتر مربع مساحت د کېدنې او استخراج تړون لاسلیک شوی. 

دې وزارت ویلي، چې دغه تړون یي له خپلواک کاظمي استخراجي شرکت سره لاسلیک کړی، چې په ترڅ کې به یې یاد شرکت ۲۴۷ میلیونه ۴ لکه ۴۱ زره او ۶۲۲ ډالر پانګونه وکړي. 

په ورته مهال د کانونو او پټرولیم وزارت زیاته کړې، چې قراردادي شرکت به له ژمنې سره سم ۱۰ میلیون ډالره په ټولنیزه برخه کې مصرفوي او پروسس به یي سل سلنه په کور دننه کوي.

تړلي موضوعات