د هرات تورغونډۍ او نيمروز ګمرکونو پراختيا ته ځمکه ورکول کیږي
د رياست الوزرا د اداري مرستيال په مشرۍ د اداري کمېسیون په غونډه کې د نيمروز او هرات تورغونډۍ ګمرکونو د پراختيا لپاره د ځمکې ټاکلو په اړه تر بحث وروسته لازمې پرېکړې شوي.
په ورته مهال په دې غونډه کې د چارو ادارې عمومي ریاست، د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د افغانستان د صرافانو او پولي خدمتونو اتحاديو دغوښتنو په اړه هم هر اړخیز بحث او په یادو برخو کې لازمې پریکړې شوي.
د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت حکومت په راتګ سره له سیمه ییزو هیوادونو سره سوداګریز اړیکې پراخې شوي او هڅه کیږي، چې افغانستان د سیمې او نړۍ او ټولو هیوادونو سره غوره هر اړخیزې اړیکې ولري.