د مس عينک کان د کېندنې چارې دي ژرتر ژره پيل شي
د کانونو او پټرولیم وزارت وزیر شيخ شهاب الدین دلاور د لوګر د مس عينک MJAM کمپنۍ له استازو سره کتلي دي.
د خبرپاڼې له مخې د کانونو او پټرولیم وزير شهاب الدین دلاور د يادې کمپنۍ له پلاوي سره د تخنيكي همکاريو او د مس عينک کان د استخراج د پيل په اړه خبرو کې له یادې کمپنۍ غوښتنه کړې، چې د یاد کان د کيندنې چارې دې ژر پیل شي.
د کانونو او پټرولیم وزارت په ۲۰۰۸ م کال کې د یاد کان تړون له چینایي ام سي سي کمپنۍ سره لاسلیک کړی، چې تیره ورځ یې مسؤولینو ترځمکې لاندې د یاد کان د کيندنې په موخه د خپلې نوې طرحې په اړه معلومات د کانونو او پټرولیم له وزارت سره ورکړي.
د دې تړون پر بنسټ چینایي شرکت ژمن و چې په لومړي پړاو کې به پر دې پروژوه د دوه نیم میلیارډ ډالرو له پانګهونې سره د استخراج چارې پېلوي، خو په هېواد کې د جګړو او نورو ستونزو له کبله د دې کان د کيندنې چارې په ټپه ودرېدلې، چې د اسلامي امارت له بيا واکمنېدو سره اوس ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې د دې کان د کيندنې چارې له سره پیل شي.