یو تن هندي پانګوال د کانونو په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

یو تن هندي پانګوال د کانونو په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې سوداګرۍ او اقتصاد
د کانونو په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

تر روسې، چينايي او ګڼ شمېر نورو هېوادونو وروسته هندي پانګوالو هم په افغانستان کې د کانونو په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې.

د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، يو تن هندي پانګوال د کانونو او پټرولیم وزارت له وزير شيخ شهاب الدین دلاور سره په کتنه کې د افغانستان د سرب، جستو او ډبرو سکرو په کانونو کې د پانګونې لپاره لېوالتيا ښودلې.

شیخ شهاب الدین دلاور په دې کتنه کې د کانونو په برخه کې د هندي پانګوالو هرکلى کړى او د هغوى د هڅونې او توجو راجلبولو په برخه کې یې د قانوني همکاريو او اسانتياوو برابرولو ډاډ ورکړى دى.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له بيا واکمنېدو وروسته په هېواد کې د امنیت په ټينګېدو سره په لسګونو بهرنيو پانګوالو او کمپينو د هېواد د کانونو تر څنګ، په ګڼو نورو برخو کې د پانګونې لپاره د اسلامي امارت له چارواکو سره ليدنې کړي او ګڼ شمېر نورو يې عملا په يو شمېر برخو کې پانګونه هم کړې ده.

تړلي موضوعات