د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د پولیو د تشخیص لابراتوار پرانیستل شو

د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د پولیو د تشخیص لابراتوار پرانیستل شو روغتیا
تر دې مهاله په هېواد کې د پوليو هيڅ مثبته پېښه نه ده ثبت شوې

د عامې روغتیا وزارت خبر وایي، دا لومړى ځل دى چې په افغانستان کې د پوليو د تشخیص لابراتوار پرانیستل کېږي، چې د پوليو ناروغۍ د ژر او کره تشخيص کې به اړين رول ولري.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د دغه لابراتوار د پرانیستې په مراسمو کې ويلي، د دې لابراتوار پرانيسته د دې ښکارندويي کوي چې د عامې روغتیا وزارت د پوليو په له منځه وړلو کې جدي ده.

ښاغلي عباد زیاته کړې، چې د پوليو د له منځه وړلو په برخه کې يي جدي ګامونه اخيستي او د ٢٠٢٤ کال تر پایه به افغانستان کې د پولیو ناروغي په بشپړ ډول ختمه شوي.

نوموړي زياته ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت له واکمنېدو راپدېخوا د هېواد په روغتیايي سکټور کې د پام وړ بدلون راغلی او د پخوا په پرتله د پوليو پېښې کمې شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې د پولیو د تشخیص دغه لومړنى لابراتوار د بېل ګېټس بنسټ، روغتیا نړیوال سازمان او د پولیو د لابراتوارونو د نړیوالې شبکې په ملاتړ جوړ شو چې تېره ورځ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوی.

دا په داسې حال کې ده، چې د روان ٢٠٢٤ کال له پیله تر دې مهاله په هېواد کې د پوليو هيڅ مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.

تړلي موضوعات