غزني کې یو کانال، سربند او پنځه استنادي دېوالونه جوړ شوي

غزني کې یو کانال، سربند او پنځه استنادي دېوالونه جوړ شوي بیارغونه او پراختیا
د یادو پروژو پرانېستې مراسم

د غزني ولایت په واغظ او اندړو ولسوالیو کې د ۴۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت یو کانال، یو سربند او پنځه استنادي دېوالونه جوړ شوي دي.
د اوبو او انرژۍ وزارت د اطلاعاتو او نشراتو رئیس غلام جیلاني حق پرست وايي، چې یادو پروژو کې د ۲ زره مترو په اوږدوالي پنځه استنادي دېوالونه، د ۵۰۰ مترو په اوږدوالي د قره باغي کانال او د یو سربند جوړول شامل دي.

غلام جیلاني حق پرست زیاتوي، چې دا پروژې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په مالي ملاتړ او د غزني سیندیزې فرعي حوزې ترڅارنې لاندې پلي شوې دي، چې زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې به خړوبې او د سیلابونو له ګواښ څخه به خوندي شي.

تړلي موضوعات