جاپان په افغانستان کې خپلې نیمګړې پروژې بشپړوي
کابل کې د جاپان د سفیر مرستیال تاکایو تانیموتو وايي، چې جاپان هېواد د خپلو هغو پروژو د بشپړېدو هوډ لري، چې دا مهال افغانستان کې نیمګړې پاتې دي.
تاکایو تانیموتو د ریاست الوزراء سیاسي معاونیت د دفتر رئیس مولوي ذاکر سره لیدنه کې همدارنګه ویلي، چې جاپان به افغانستان کې یو شمېر نورې رغنیزې پروژې هم پیل کړي او افغانانو سره به خپلې مرستې دوامداره وساتي.
ارګ پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي، کتنه کې د جاپان د سفیر مرستیال زیاته کړه، چې د افغانستان او اسلامي امارت په اړه شته واقعیتونه به له نړۍ سره شریک کړي.
د یادونې وړ ده، چې تېره ورځ روغتیا وزارت خبر ورکړی و، چې قطر هېواد به ژر په کندهار کې د ۴۰۰ بستریز روغتون جوړېدو چارې پیل کړي او هم به افغان ډاکټرانو ته تخصصي پروګرامونو کې د زده کړو زمینه برابره کړي.