د هوایي دهلېزونو له لارې تیر کال د ۲۹۰ میلیون ډالرو په ارزښت صادارت او واردات شوي

د هوایي دهلېزونو له لارې تیر کال د ۲۹۰ میلیون ډالرو په ارزښت صادارت او واردات شوي سوداګرۍ او اقتصاد
درمل او برقي وسایل پکي شامل دي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکوي، چې په تیر ۲۰۲۳ میلادي کال کې د هوایي دهلیزونو له لارې د افغانستان، چین، هند او متحده عربي اماراتو ترمنځ د ۲۹۰ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات او واردات شوي. 

د یادو وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخندزاده رسنیو ته په استول شوي یو ویډیویي کلیپ کې ویلی، چې له دې ډلې د ۱۵۰ میلیونه ډالر افغانستان بهرنیو هیودونو ته صادرات کړي، چې اینجه، د اینجې تخم، زعفران، غالۍ، ګیلم، لاسي صنایع او وچه میوه تشکیلوي. 

نوموړي زیاته کړې، چې په همدې موده کې بیا افغانستان ته د ۱۴۰ میلیون ډالرو په ارزښت واردات شوي، چې درمل او برقي وسایل پکي شامل دي.

تړلي موضوعات