په افغانستان کې د پانګونې لپاره د یوه آذربایجاني پانګوال لېوالتیا
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې د آذربایجان یوه ملي سوداګر نورسال نورسالوف د یاد وزارت وزیر نورالدین عزیزي سره په کتنه کې، په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې د پانګونې لپاره لېوالتیا ښودلې.
د دې وزارت د خبرپاڼې له مخې ښاغلي نورسالوف د سوداګرۍ او صنعت له وزیر د آذربایجان او افغانستان سوداګرو تر منځ د سوداګریزو اړیکو لا پیاوړتیا په موخه د سوداګرۍ او پانګونې ګډې خونې جوړېدو غوښتنه کړې.
ورته مهال ښاغلي عزیزي په دې کتنه کې هېواد کې شته امنیت ته په اشارې ویلي، چې اسلامي امارت په هېواد کې د پانګونې ملاتړ کوي، او د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لپاره د لا ډېرو آسانتیاوو رامنځته کولو هڅه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو، او په هېواد کې د بشپړ امنیت ټینګښت سره د بېلابېلو هیوادونو پانګوال وخت ناوخت په افغانستان کې د پانګونې لپاره لېوالتیا ښیي.